دخپریدو نیټه :شنبه ۳ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 86128
راسموسن: ولسمشر کرزی به امنیتي تړون لاسلیک نه کړي
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د امنیت ساتنې نړېوال مرستندویه ځواک (آيساف) ماموریت د ۲۰۱۴ م کال په پای کې ختمیږي او متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو محدود شمېر عسکرو د پاته کېدو لپاره د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک ته سترګې په لار دي.
په عین حال کې، د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسین وایي؛ د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیک په اړه یې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی لیدلی او په دې باور دی چې، جمهور رییس حامد کرزی به دا تړون لاسلیک نه کړي. په دې توګه دا به راتلونکي جمهور رییس ته پاته شي.
د ناټو عمومي منشي اسوشیېټډ پرېس آژانس ته ویلي؛ له افغان حکومت سره به د ناټو ځواکونو د حالت یو جلا تړون لاسلیک شي؛ خو تر هغې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون بشپړ او لاسلیک نه شي، د ناټو ځواکونو تړون به هم بشپړ نشي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حالت تړون:
د ناټو عمومي منشي چې د یونان په مرکز آتن ښار کې یې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې، زیاته یې کړه چې، د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حالت تړون د یوه قانوني چوکاټ په توګه یو له بل سره تړلې دي.
متحده ایالات غواړي چې، له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د تروریزم ضد عملیاتو او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره شاوخوا لس زره عسکر وساتي. خو که امنیتی تړون لاسلیک نه شي، متحده ایالات ممکن له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو انتخاب غوره کړي.
د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن دغه راز وویل، افغانان پوهیږي چې، د امنیتي تړون د نه لاسلیک کېدو په صورت کې زیات څه له لاسه ورکوي. خبره یوازې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د بهرنیو عسکرو د پاته کېدو نه ده؛ بلکې له افغانستان سره د مالي مرستو مسله هم مطرح ده.

راسموسن وایي، زه اندیښمن یم که چیرې له ۲۰۱۴ م کال وروسته بهرني ځواکونه او روزونکي په افغانستان کې پاتې نه شي؛ نو د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره به د مرستو جلبول ډير ګران وي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ښاغلی جنرال ظاهر عظیمي وایي؛ د امنیتي تړون لاسلیک او یا نه لاسلیک کول دا دولت کار دی؛ خو افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ټینګولو پوره قابلیت او توان لري او په ۲۰۱۳ م کال کې يې د دښمن ډیر قوي پلانونه چې د افغانستان له پولو بهر جوړ شوي وو؛ خنثی کړل او د خپلو خلکو امنیت یې ساتلی دی:

"یو د امنیتي تړون بحث دی چې؛ هغه په دولت پورې اړه لري، چې په اړه یي باید پرېکړه وکړي او وروستۍ نتیجه یې باید دولت اعلان کړي. بله د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو او قابیلیتونو مساله ده. هغه څه چې موږ په ۲۰۱۳ م کال کې ولیدل، هغه دا وو چې، افغان امنیتي ځواکونه د دې توان لري چې؛ وضع کنترول کړي، امنیت ټینګ کړي او ګواښونه له منځه یوسي."

جنرال عظیمي وایي، دا طبیعي ده چې هره اردو تجهیز، روزنې او د قابلیتونو لوړولو ته اړتیا لري، د افغانستان پوځ ځوان دی او زیاتې روزنې او تجهیز ته اړتیا لري:

"په نړۍ کې هره اردو اړتیا لري چې؛ هره ورځ خپل قابلیتونه او ظرفیتونه لوړ کړي په خاص ډول د افغانستان ملي پوځ چې ډیر ځوان دی او له جوړېدو څخه یې زیات وکم لس کاله تیریږي. موږ اړتیا لرو چې د تعلیم او تجهیز له پلوه خپل ظرفیتونه او مهارتونه زیات کړو. له نیکه مرغه له ناټو سره چې په ۲۰۱۴ م کال کې کوم تړونونه شوي؛ زموږ ظرفیتونه په مختلفو برخو کې زیاتېدای شي."

جنرال عظیمي وایي، د افغانستان پوځ د بل هر وخت په پرتله ډېر غښتلی، مشروع او توانمند دی:

"زه ډیر خوشبین او هیله من یم چې یو داسې ځوان پوځ جوړ شوی چې؛ د افغانستان د تاریخ په هیڅ مرحله کې موږ داسې پوځ نه درلود. داسې پوځ چې مشروعیت یې له خلکو اخیستی، د ظرفیتونو او مهارتونو له پلوه کولای شي د هغو پارونو او ګواښونو ځواب ووایي؛ چې حتی نن ورځ نړۍ یې په اړه اندیښنه لري.

ځان وژونکي حملې، هغه ډلې چې په کومانډویي ډول حملې کوي؛ که په بل هر هېواد کې وي؛ شاید له منځه وړل یې څو ورځې وخت ونیسي؛ خو افغان امنیتي ځواکونه په پوره قوت کولای شي چې؛ د یو یا دوه ساعتونو موده کې د دښمن هر ډول حمله مهار کړي."
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc4sq4.2bqei8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته