دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 80420
راسموسن وايي د ناټو نوي ماموریت لپاره د کابل او واشنګټن امنیتي تړون اړین دی
د ناټو عمومي منشي وایي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي سند لاسلیک تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو ځواکونو پاتې کیدو لپاره اړین دي او که چیرې دا تړون لاسلیک نه شی، نو ناټو خپل نوی ماموریت نه شي پیلوی. 
انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې پرون، په بروکسل کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. هغه هیله څرګنده کړه چې ولسمشر حامد کرزی به دامنیتي سند په اړه د مشورتي لویې جرګې وړاندیزونه او سپارښتنې ومني. 
مشورتي لويې جرګې تېره اونۍ امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.
 خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.
 دی وایي چې ناټو د (صوفه) په نامه د خپلو ځواکونو د قانون شتون لپاره یو تړون ته اړتیا لري او دا تړون له امنیتي تړون پرته نه شي کیدای.
 راسموسن وایي،که چیرې د ځواکونو دشتون لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه نه شي نو ناټو نه شي کولي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د مشورې،روزنې او همکارۍ ماموریت ته ادامه ورکړي. د نوموړي په وینا، دا ښکاره پیغام دی چې ناټو د خپلو ځواکونو شتون لپاره قانوني چوکاټ په ټاکل شوي مهال ویش کې غواړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbgabw.rhbg5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته