دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 82251
د یوې ښځې مړی چې ګمان کیږي زندۍ شوې به وي دې روغتون انتقال شوی
د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د یوې ښځې مړی چې ګمان کیږي زندۍ شوې به وي دې روغتون انتقال شوی.
د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول محمدرفیق شیرزي ازادي راډیو ته وویل، د دې ځوانې ښځې مړی بیګاه شپه د پولیسو له خوا دې روغتون ته انتقال شوی.
شیرزي وویل، که څه هم د دې پیښې په اړه ډېرجزییات نشته خو ویل کیږي چې؛ ډېر وخت لا درکه وه.
د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي که څه هم د یادې پیښې په اړه ناخبري وښوده، خو ویې ویل چې پولیسو تېره شپه یو سړی چې غوښتل یې خپله ښځه په چاړې ووهي نیولی او خپل جرم یې منلی هم دی.
له دې مخکې د هرات په انجیل کې د یوې ښځې پوزه او شونډه د هغې د میړه له خوا پرې شوي و چې بېلابېل غبرګونونه یې وپارول.
ویل کیږي، د میرمن ستارې لومړی جراحي عملیات په ترکیې کې کامیاب ترسره شوي خو چارواکي وايي، کیداي شي میړه یې له وسله والو مخالفینو سره یوځای شوی وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfy0dc.w6d0taz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته