د لغمان د والي ویاند د وسله والو طالبانو د دوو عمده قوماندانانو د وژل کیدو خبر ورکوي.
سرحدی ځواک نن ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان پرون د دې ولایت د بادپښ ولسوالۍ د ګړوچ په سیمه کې په نښته کې وژل شوي او درې تنه وسله وال طالبان زخمیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند وویل چې په دې نښته کې دوه سیمیز پولیس هم وژل شوي او یو تن زخمي دي.
وسله والو طالبانو د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د شوې نښتې په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)