دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 66990
حامدکرزی: په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید د افغانستان د خلکو سپیڅلې هیله د پردیو د ناوړو هدفونو وسیله ونه ګرځي
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري، نن مازدیګر د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
په دغو اوږدو ټلیفوني خبروکې چې له یو ساعت څخه یې ډیر دوام وکړ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي پر خپل همیشني دریځ باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید د افغانستان د خلکو سپیڅلې هیله په هیڅ صورت د پردیو د ناوړو هدفونو وسیله ونه ګرځي.
حامدکرزي وویل چې افغانان به هیڅکله هم د دې اجازه ور نه کړي چې هېواد یې کمزوری شي او یو ځل بیا ملوک الطوایفې ته سوق شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه چې افغانان د خپل هېواد د کمزوري کولو د دسیسې د بریالیتوب او د ملوک الطوایفۍ له حاکمیت څخه د مخنیوي لپاره حاضر دي چې هر ډول خطر په ځان ومني او په دې لاره کې قربانۍ ورکړي.
ده وویل چې افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د هغې ر ښتینې سولې چې په هېواد کې
د جګړې د پای ته رسیدو او د آرامتیا، یووالي او سوکالۍ د رامنځته کېدو سبب شي.





سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvwn-.23n-wdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته