دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 60346
د افغان ښځې لپاره له تعلیم پرته د پرمختګ هیڅ بله لاره ممکن نه ده
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل د افغانستان او افغان ښځې پرمختګ یوازې او یوازې هغه مهال شونی دی چې د دې هېواد ټول نارینه او ښځې تعلیم وکړي.
حامدکرزي چې نن یې د ملي را ډیو ټلویزیون په تالارکې، خبرې کولې وویل افغانستان په تیرو لسو کلونوکې د ښځو د پرمختګ په برخه کې د کتنې وړ لاس ته راوړنې لرلې دي، ګڼ شمېر نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي، په بېلابېلو برخوکې یې په بهرنیو هېوادونو کې له زده کړې وروسته د ماسترۍ او دوکتورا په کچه سندونه ترلاسه کړي دي.
د هېواد جمهوررئیس د ښځو د نړیوالې ورځې له امله افغان مېرمنو ته مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې د افغان ښځې لپاره له تعلیم پرته د پرمختګ هیڅ بله لاره ممکن نه ده. د افغانستان او افغان ښځې پرمختګ یوازې او یوازې هغه مهال شونی دی چې د دې هېواد ټول نارینه او ښځې تعلیم وکړي.

حامدکرزي وویل له پرمختګ سره سره لا اوس هم د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی موجود دی، له کورني تاوتریخوالي څخه نیولی آن د جګړې تر اغېزو پورې، د دې ټولو زیان افغان ښځو ته رسیږي.
د هېواد جمهوررئیس د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي د مخنیوي په لاره کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول ارزښتناک وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې لاره کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

حامدکرزي د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالی وغانده، وې ویل: زموږ په هېواد کې هغه چاته میړنی ویل کیږي چې غیرت ولري او د خیر په کارکې تر نورو مخکښ وي، میړانه دا نه ده چې په یو چا باندې چې په فیزیکي لحاظ له تاسره برابر نه وي، له زور څخه کار واخلې او په تاو تریخوالي لاس پورې کړې، بلکې میړانه دا ده چې ښځې ته احترام وشي، د هغې عزت او حرمت وساتل شي.

د هېواد جمهوررئیس په دغه غونډه کې د ملي دفاع وزارت پر وړاندې او د خوست په ولایت کې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل، وې ویل چې (( طالبان هره ورځ له امریکایانو سره په خبرو بوخت دي خو په کابل او خوست کې بیا بمونه چوي چې زه امریکا ته خپل زور ښکاره کوم، نه! هغه بمونه چې پرون په کابل او خوست کې وچول شول دا امریکا ته د زور ښودل نه و، په حقیقت کې امریکا ته خدمت و، د همدغه ۲۰۱۴ کال شعار ته خدمت و چې موږ و ویروي چې که دوی نه وي زه تاسو نه پریږدم.
))

حامدکرزي د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د یو شمېر رسنیو لخوا د اندیښنو مطرح کولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: په ډاډ سره ویلای شم چې په هغه مهال کې به له نن څخه حالت ښه وي، موږ به انتخابات ترسره کړو، نوی جمهوررئیس به وټاکو، هغه به زموږ پاتې کارونه ترسره کړي، اقتصاد به مو له دې څخه هم ښه شي او ښه حکومتوالي به ولرو.

ده وویل: افغانستان تر ځمکې لاندې له یو تریلیون څخه د ډیرو ډالرو په ارزښت زیرمې لري چې کولای شو له دې لارې په خپلو پښو ودریږو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3w93.ak9zt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته