دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 46925
لوګر: وسله والو په یو جومات کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د لوګر امنیتي مسوولان وایي، چې تیره شپه په یوه جومات کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت امر رییس خان صادق عبدالرحیمزي آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا پیښه پل علم پورې اړوند دادوخیل کلي کې د تراویح د لمانځه پرمهال شوې چې له امله یې دوه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې په دې پیښه کې اوه تنه ټپیان شوي، لاتراوسه د دې پیښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdkn0o.yt09x6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته