افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو او یو شمېر اوسېدونکو سره وکتل.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکيم د سيمه ييزې ادارې د دندو او لاسته راوړنو راپور او د دغه ولايت د اوسېدونکو ستونزې شريک کړل.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبير د پنجشير ولايت د سيمه ييزو مسوولينو له هلوځلو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې ددغه ولايت دخلکو ستونزې به په بيلابيلو برخو په تيره بيا د اقتصاد ، د کار پيدا کولو او د پرمختيايي پروژو د تطبيق په برخو کې حل شي.
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال همداراز ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په هیواد کې پرمختیايي پروژې له اسلامي حل لارو سره په متوازنه او یو شان تطبیقوي.