دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 217109
لوګر کې د څارویو لپاره درې زېرمتونونه جوړېږي
د لوګر ولایت مرکز اړوند سیمو کې د څارویو لپاره دسایلیج درې زېرمتونونه جوړېږي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت د مرکز اړوند د شش کلا، جلګه او سبزک د کوپراټیفونو اړونده مالدارانو ته د څارویو دخوراکي توکو د سایلیج د درې زېرمتونونو د جوړولو چارې روانې، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې ددغو زېرمتونونو د د دوو هغو رغنیزې چارې بشپړ شوي او د یوې بلې هغې رغنیزې چارې په بشړېدو دي، چې ډېر ژر به یې پاتې چارې هم بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
سایلیج یا سیلو کول (Silage) په زیاته کچه د علوفې زېرمه کولو ته وایي، چې په یو مناسب او خوندي ځای کې پرته له هوا څخه دڅارویو لپاره علوفې ساتل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxed01w6dyya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته