د امریکا د سنا مجلس پرون د دې هېواد پخوانی ډیپلوماټ ″جیمز کنګهم″ د افغانستان لپاره د امریکا د نوي سفیر په توګه تایید کړ.
کنګهم د راین کراکر پر ځای چې د می په میاشت کې یې د روغتیايي دلایلو له مخې له دندې استعفا وکړه؛ پر دې څوکۍ ټاکل کېږي.
کراکر په عراق، پاکستان، افغانستان، کویټ، سوریې او لبنان کې د کلونو کار کولو وروسته له ډيپلوماټیکې دندې استعفا وکړه.
کنګهم یو کال په افغانستان کې د امریکا د سفیر مرستیال و او له هغې مخکې یې په اسراییلو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده لرله.
نوموړي همدارنګه تر دې مخکې، په هانګ کانګ، ناټو او ملګرو ملتونو کې پر لوړو پوسټونو کار کړی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس (آوا)