د کونړ سیمه ییز چارواکي وایي، نن سهار د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر حاجی غلام حبیب د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
د کونړ د والي ویاند واصف الله واصف ازادي راډیو ته وویل؛ چې نوموړی د خپل یوه ملګري سره د ملاقات په وخت په ډزو وویشتل شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی.
بل لورته، د سرپل امنیتي چارواکي وایي چې نن سهار په دغه ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې ملکیان ووژل شول او دوه نورټپيان شول.
د سرپل د امنیت امر سید جهانګیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د قوش تیپې سیمې د روغتیایي کلینک یو موټر چې ناروغان یې سرپل ته لیږدول په خښ شوي ماین وخوت.
د ده په خبره وژل شوي کسان دوه میرمنې او یو ماشوم دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)