دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 35976
دایران داسلامي انقلاب بریالیتوب اسلامي وحدت محقق کړ
دلبنان دحزب الله مشر زیاته کړه نیواکګران او استعمارګران او هغه کسان چې ځانونه دخلکو سرپرست ګڼي تفرقه واچوه او حکومت وکړه اصل پراساس داسلامي فرقو او دخلکو ترمینځ دنږدې والي په رامینځته کولو کښې مصلحت نلري .
دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وویل دایران داسلامي انقلاب بریالیتوب اسلامي وحدت محقق کړ .

العالم ټیلي ويژن راپور ورکړ دلبنان دحزب الله غورځنګ مشر حسن نصر الله چې بیګا یې دبیروت په جنوب کښې په سیدالشهدا ودانۍ کښې داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص دزوکړې دجشن په دستورو او دوحدت اونۍ په اړه دلبنان دزرګونو خلکو په شتون سره وینا کوله دایران پرضد دعراق اته (۸) کلن تپلي جنګ ته په اشارې سره چې دامریکا ، اسرایلو او حتي دشتمنو عربو هیوادونو لخوا دصدام ملاتړ کیده وویل دعربو هیوادونو پیسې ددې پرځاې چې دفلسطین او قدس له ازادولو او دلبنان له اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله سره په مرستې ولګیږي دایران پرضد جنګ کښې ولګیدې .

دلبنان دحزب الله مشر زیاته کړه نیواکګران او استعمارګران او هغه کسان چې ځانونه دخلکو سرپرست ګڼي تفرقه واچوه او حکومت وکړه اصل پراساس داسلامي فرقو او دخلکو ترمینځ دنږدې والي په رامینځته کولو کښې مصلحت نلري .

دلبنان دحزب الله مشر داسلامي امت ترمینځ دتفرقې اچولو لپاره ځینو اوازو ته اشاره وکړه او ددغه اوازې په ردولو سره چې ایران دمصر دخلکو دشیعه کولو هڅه کوي وویل څرنګه مکمنه ده چې ایران وغواړي دمصر خلک شیعه کړي اصلا دشیعه دپراختیا په نوم هیڅ خبره نشته .

دلبنان دحزب الله مشر له دغه غورځنګ دایران دملاتړونو په قدرونې سره وویل داسر ایلو پرضد د۲۰۰۶ میلادي کال په درې دیرش (۳۳)ورځني جنګ کښې دایران له ملاتړ پرته بریالي نه کیدو او سوریې هم په دغه بریالیتوب کښې مهم رول درلود .
حسن نصر الله دسوریې پرضد دامریکا، اسرایلو او مینځ لارو عربو هیوادونو دسیسې ته په اشارې سره ددغه دسیسې اصلي هدف فلسطینیانو او دلبنان اسلامي مقاومت حزب الله ته ګوزار ورکول وباله .



سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-wnx.23nmqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته