د افغانستان د عامې روغتیا سرپرستې وزیرې ثریا دلیل نن په کابل کې د دې تړون د لاسلیک کولو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې د چغچران روغتون به عصري جوړ شي او هڅه کیږي، چې د افغانستان خلکوته په لوړ معیار روغتیایي خدمتونه وړاندې شي:
دې وویل، موږ دې ته ژمن یو، چې د غور په ولایتي روغتون کې باید خلکو ته معیاري او ښه روغتیایي خدمتونه ترسره شي.
موږ کوښښ کوو، چې په موجوده امکاناتو د افغانستان خلکوته ښه روغتیایي خدمتونه ترسره کړو.
جاپان په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د بیارغونې او پرمختګ په برخه کې د پام وړ مرستې کړي او له دې هېواد سره دوهم لوی مرسته کوونکی بلل کیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)