دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 35031
د کابل د عامه نظم له تعلیمي مرکزه ۱۶۲پولیس فارغ شول
جنرال مجتبی پتنګ فارغ شوېو پولیسو ته په وینا کې وویل:د وطن دوستۍ، د امنیت د اړتیا، بشري حقونو، له خلکو سره د ښه چلند، ملي یووالي او مشارکت په اړه زده کړې باید په عمل کې پلې شي.
د کابل د پولیسو له تعلیمي مرکز څخه د عامه نظم ۱۶۲ پولیس فارغ شول، دوي څلور میاشتې د کورنیو او بهرنیو استادانو له خوا د عامه نظم په برخه کې زده کړې کړې وې.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي رئیس جنرال مجتبی پتنګ فارغ شوېو پولیسو ته په وینا کې وویل:د وطن دوستۍ، د امنیت د اړتیا، بشري حقونو، له خلکو سره د ښه چلند، ملي یووالي او مشارکت په اړه زده کړې باید په عمل کې پلې شي.

ښاغلي پتنګ وویل، چې د افغانستان د پولیسو شمېر له یو لکو شل زرو اوښتی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvyet.uqeitz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته