دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 288113
تېر کال په کندهار ولایت کې څه باندې ۲۱۲ زره الکترونیکي او کاغذي تذکرې وېشل شوې
د کندهار ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست وايي، په دې ولایت کې په ۱۴۰۲ کال کې څه باندې ۲۱۲ زره کسانو برېښنايي او کاغذي تذکرې ترلاسه کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: د کندهار ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست د معلوماتو له مخې؛ په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې څه باندې ۲۱۲ زره کسانو الکترونیکي او کاغذي تذکرې ترلاسه کړې.
 
دغه رياست زياته کړه چې هره ورځ شاوخوا درې زره کسان د تذکرو ترلاسه کولو لپاره راځي.
 
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال د تذکرو له وېش څخه ١٠٧٦٧٥زره افغانۍ ترلاسه شوې وې.
https://avapress.com/vdcizvarpt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته