دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 288035
په بلخ ولایت کې د تیر کال په ترڅ کې ۱۹۰ زره الکترونیکي تذکرې ویشل شوي دي
د بلخ ولایت د احصایې او اطلاعاتو ریاست د مسوولینو په وینا، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د دغه ولایت ۱۹۰ زره اتباعو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د احصایې او اطلاعاتو رئیس محمد نور وثیق پرون (پنجشنبه د حمل ۹مه) وویل چې دوی دغه شمېر الکترونیکی تذکرې د دریو مرکزونو له لارې وېشلې دی. د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې.
 
د بلخ د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو له مخې، د برېښنايي تذکرو تر څنګ د دغه ولایت شاوخوا ۳۸ زره اوسېدونکو کاغذي پېژندپاڼې هم ترلاسه کړې دي.
 
د بلخ د احصایې او اطلاعاتو ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې د برېښنايي او کاغذي تذکرو له وېش، د زیږون پاڼو او د کاغذي تذکرو له اصلاح څخه څه باندې ۱۰۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې د هېواد ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره اتباعو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي. دغه رياست دغه راز زياته کړه، چې تر دې دمه د هېواد شاوخوا ١٢٩٠٠زره وګړو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
https://avapress.com/vdcbfwb5srhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته