افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په شهیدانو او ټپیانو کې اکثره بې ګناه ښځې او ماشومان دی.
د بله پلوه د فلسطین د شمس خبري اژانس خبریال "محمد عادل ابوسخیل" د خپلې خبري دندې د ترسره کولو په حال کې د غزې په شفا روغتون کې د صهیونیسټي پوځیانو لخوا په ډزو ووژل شو.
د قطر الجزیرې چینل خبر ورکړی چې هغه ځانګړي عکسونه یې ترلاسه کړي چې په الشفا روغتون کې د فلسطیني میرمنې له بې حرمتي وروسته د صهیونیسټانو نوی جنایت په ډاګه کوي.