دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 288007
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مطبوعاتي کنفرانس/ په تېرو شپږو میاشتو کې هره ورځ ۱۰ زره پاسپورټونه وېشل کېدل او ۸۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوې دي
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۴۰۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ددغه وزارت لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د پاسپورتونو عمومي ریاست اوس مهال د ورځي ۱۰ زره اتباعو ته پاسپورټونه وېشي.
 
ده زياته کړه: په تيرو شپږو مياشتو کې په ١٤٠٢ کال کې ٨٣٧ زره پاسپورټونه په غوښتونکو ويشل شوي دي.
 
عبدالمتین قانع دا هم وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د کابل په دریو نورو زونونو کې هم د پاسپورټونو د وېش لپاره درې نورې څانګې جوړې کړي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دغه وزارت ځواکونو د ۱۴۰۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۲۵۴۰ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
 
ده وويل چې په دې موده کې په دغه وزارت کې ٨٧٤٧ جنايي قضيې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ٧٢٣٣ قضيې کشف او ١٥٢٥ نورې يې د کشف په حال کې دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، چې د تېر لمریز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۷۲ تنه د انسان تښتونې په تور نیول شوي، ۲۱ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او ۱۸ تنه د تښتوونکو له منګولو آزاد شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د ١٣٩٢ لمريز کال په تېرو شپږو مياشتو کې د هېواد په ډېرى ولايتونو کې يوه امنيتي پېښه هم نه ده رامنځته شوې او نه هم د امنيتي ځواکونو پر وړاندې کوم غبرګون ښودل شوى دى.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا د تېرو څو لسیزو په پرتله "بې ساري" دی.
 
د کورنيو چارو وزارت وياند د ترافيکي پېښو د احصايې په اړه وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې په هېواد کې ١٩٧٨ ترافيکي پېښې ثبت شوې دي.
 
غني زياته کړه، چې په ټول هېواد کې د يادو ترافيکي پېښو له امله ٩٤٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو له کښت سره د مبارزې په باب خبرې وکړې او اعلان يې وکړ چې په ١٤٠٢ کال کې د پوليسو له خوا په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د کشف په موخه ١٥٥٤٩ عمليات ترسره شوي دي.
 
دکورنيو چارو وزارت وياند وويل: د١٤٠٢ کال په تيرو شپږو مياشتو کې دترافيکي خدمتونو، پاسپورتونو، د عامه ساتنې د ملي ادارې له څانګو څخه ١٣ مليارده او ١٧٤ ميليونه افغانۍ ملي خزانې ته تحويل شوي دي. 
https://avapress.com/vdcawanu049naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته