دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 287800
د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو کې د مالیزیا پر وړاندې لوبه مساوي کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په تایلنډ کې د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له مالیزیا سره ۳-۳ مساوي کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له مالیزیا سره مساوي کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ورځ په تایلنډ کې لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.

د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغانستان د رضا حسن پور او مهران غلامي د دوو ګولونو په مرسته پر خپل حریف ۲-۰ مخکې شو.

افغانستان په دې سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې نن (دوشنبه، ۶حمل) له اسټرالیا سره مخامخ کېږي.

د افغانستان، تايلند، ماليزيا او اسټراليا د لوبډلو په ګډون نړيواله څلور اړخيزه سيالۍ (NSDF) ترسره شوې.
https://avapress.com/vdcaw0nuw49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته