کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو کې د مالیزیا پر وړاندې لوبه مساوي کړه

6 حمل 1403 ساعت 10:25

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په تایلنډ کې د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له مالیزیا سره ۳-۳ مساوي کړه.


آوا: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له مالیزیا سره مساوي کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د یکشنبې په ورځ په تایلنډ کې لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.

د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې افغانستان د رضا حسن پور او مهران غلامي د دوو ګولونو په مرسته پر خپل حریف ۲-۰ مخکې شو.

افغانستان په دې سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې نن (دوشنبه، ۶حمل) له اسټرالیا سره مخامخ کېږي.

د افغانستان، تايلند، ماليزيا او اسټراليا د لوبډلو په ګډون نړيواله څلور اړخيزه سيالۍ (NSDF) ترسره شوې.


د مطلب کود: 287800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287800/د-هېواد-فوټسال-ملي-لوبډلې-په-څلور-اړخیزو-نړیوالو-سیالیو-کې-مالیزیا-پر-وړاندې-لوبه-مساوي-کړه

آوا
  https://www.avapress.com