دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 287789
په بلخ ولایت کې په نږدې ۱۵۰ بې کوره او اړمنو ماشومانو جامې او خوراکي توکې وویشل شو
د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یوې خیریه موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت پر ۱۵۰ بې وزله او اړو ماشومانو جامې او خوراکي توکي وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عصمت الله صمدي د بې کوره ماشومانو لپاره د اختر د جامو او خوراکي توکو د ویش په مراسمو کې وویل: د بلخ ولایت ماشومان څینۍ اړین مواد ترلاسه کړ.

  ده زياته کړه: په دغه يتيم خانه کې ٩٥ تنه يتيمان او بی سرپرسته اوسيږي او د دغو ماشومانو او تنکيو ځوانانو تعليمي او تفريحي بهير د دولت د پاملرنې لاندی دي.

صمدي وويل، چې په بهر کې مېشتو يوه مرسته کوونکي د بلخ د يتيم خانې د کارکوونکو او يتيمانو لپاره جامې او خواړه چمتو او وېشلي دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د رسنیو او ټولنیزو چارو فعال سید محمد یزدان پرست زیاته کړه: دغه مرسته د روژې په مبارکه میاشت کې د حضرت امام حسن علیه السلام د زوکړې په مناسبت شوې وه. 

نوموړي د بلخ ولايت يتيمان د دې خاورې بچيان وبلل او ويې ويل، چې سبا هېواد د راتلونکي نسل په لاس کې دى، نو د ټولو دنده ده، چې يتيمانو ته پاملرنه وکړي.

د چارواکو په وینا، د بلخ په یتیم خانه کې د یتیمانو او بې کوره ماشومانو لپاره بېلابېل ښوونیز او تفریحي پروګرامونه جوړېږي.
https://avapress.com/vdcg7u9xyak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته