د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یوې خیریه موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت پر ۱۵۰ بې وزله او اړو ماشومانو جامې او خوراکي توکي وویشل.
په بلخ ولایت کې په نږدې ۱۵۰ بې کوره او اړمنو ماشومانو جامې او خوراکي توکې وویشل شو
6 حمل 1403 ساعت 9:49
د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د یوې خیریه موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت پر ۱۵۰ بې وزله او اړو ماشومانو جامې او خوراکي توکي وویشل.
آوا - مزار شریف: د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عصمت الله صمدي د بې کوره ماشومانو لپاره د اختر د جامو او خوراکي توکو د ویش په مراسمو کې وویل: د بلخ ولایت ماشومان څینۍ اړین مواد ترلاسه کړ.
ده زياته کړه: په دغه يتيم خانه کې ٩٥ تنه يتيمان او بی سرپرسته اوسيږي او د دغو ماشومانو او تنکيو ځوانانو تعليمي او تفريحي بهير د دولت د پاملرنې لاندی دي.
صمدي وويل، چې په بهر کې مېشتو يوه مرسته کوونکي د بلخ د يتيم خانې د کارکوونکو او يتيمانو لپاره جامې او خواړه چمتو او وېشلي دي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت د رسنیو او ټولنیزو چارو فعال سید محمد یزدان پرست زیاته کړه: دغه مرسته د روژې په مبارکه میاشت کې د حضرت امام حسن علیه السلام د زوکړې په مناسبت شوې وه.
نوموړي د بلخ ولايت يتيمان د دې خاورې بچيان وبلل او ويې ويل، چې سبا هېواد د راتلونکي نسل په لاس کې دى، نو د ټولو دنده ده، چې يتيمانو ته پاملرنه وکړي.
د چارواکو په وینا، د بلخ په یتیم خانه کې د یتیمانو او بې کوره ماشومانو لپاره بېلابېل ښوونیز او تفریحي پروګرامونه جوړېږي.
د مطلب کود: 287789