افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د پلخمري د فابریکې مسؤل نقیب الله نظري وايي، تېر کال یې په دغه فابریکه کې د برېښنا شپږ زره پایې جوړې کړې.
هغه زياته کړه، چې په ١٤٠١ زېږديز کال کې په دې فابريکه کې ٣٥٠٠ د برېښنا پایې جوړې شوې وې.
د نظري په وينا، په دې فابريکه کې جوړ شوي د برېښنا پايې ۱۰، ۱۲ او ۱۵ متره اوږدوالی لري او د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه، چې په ١٤٠٢ کال کې برشنا شرکت دوى ته د برېښنا د ٥زرو پایو د جوړولو هدف ټاکلى و، خو سږ کال يې د برېښنا د ٩زرو پایو د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د پلخمري د فابریکې عملیاتي مسؤل محمد کبیر صبورزی وايي، د جمهوريت پر مهال په دې فابریکه کې هره ورځ له ۱۰ تر ۱۸ د برېښنا پایو جوړېدل، خو اوس هره ورځ ۲۸ پايې جوړېږي.
هغه زياته کړه چې په دې فابريکه کې شاوخوا سل تنه په کار بوخت دي او د کار د زياتوالي سره به نورو کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.
د يادونې ده، چې د پلخمري د فابريکې بنسټ شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې په بغلان کې کېښودل شو.