افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په حضور کې د کابل ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو کار پیل شو.
ملا منصور د دې پروژې د پرانېستې پر مهال وویل، چې د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې به د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ۱۱ واړه بندونه جوړ شي.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست د دغو پروژو د تطبیق هدف د اوبو مدیریت، د کرنیزو اوبو رسولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په نوم یاد کړل.
په همدې حال کې د پلازمېنې ښاریان په ځانګړې توګه د کابل د لوېدیځ اوسېدونکي له دوو کلونو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.
د یوې سترې پروژې په ترڅ کې ټاکل شوې چې د پنجشیر د سمندر اوبه د څښاک د اوبو د برابرولو لپاره کابل ته انتقال شي.
په ورته وخت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو د عملي کېدو او بشپړېدو خبر ورکوي.