افغان غږ خبری آژانس: د بامیان ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست نن سه شنبه د حوت ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه چینايي سوداګر د بامیان له والي مولوي عبدالله سرحدي سره د قرغنه تو سیمې څخه لیدنه وکړه.
د چين يو سوداګر ښاغلي وانګ د باميان ولايت د سيمه ييزو چارواکو له پاملرنې او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: د تخنيکي ټيم له کتنې وروسته موږ اراده لرو چې د چپس جوړولو لپاره له ٥٠٠ هکتاره ځمکې څخه ګټه واخلو.
په ورته وخت کې د بامیان ولایت والی مولوی عبدالله سرحدی د چینایی سوداګرو د ستاینې او ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: د بامیان ولایت د سیمه ییزې ادارې مشرتابه د سوداګرو او پانګوالو د دفترونو په ځانګړې توګه د دغه چینایی سوداګر او پانګوالو د دفترونو امنیت تامین کړی او په بامیان ولایت کې د تولیدي فابریکو جوړول به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د صنعت او سوداګرۍ رئیس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې کافي اوبه لري او د پټاټو ښه کیفیت لري.