دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 287614
په بدخشان ولایت کې د تاریخي اثارو کشف او ضبط
د بدخشان امنیتي او کشفي ځواکونو په دغه ولایت کې د ۳۳۴ کلن تاریخي اثارو د کشف خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیری په دغه ولایت کې د یوه تاریخی اثارو د کشف او ضبط خبر ورکړی او ویلی یې دی، چې کشفی ځواکونه په دې بریالی شول چې یو لرغونی اثار له قاچاق وړونکو څخه چی 334 کاله عمر لري کشف کړي.
 
ده زياته کړه: د کشفي ځواکونو په هلوځلو د دغه تاريخي اثارو د قاچاق او پلورنې مخه ونيول شوه او د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ساتنې ټيم ته وسپارل شو.
 
نوموړي زياته کړه، چې د لومړنيو څېړنو له مخې، د دې اثار اعتبار ٣٣٤ کاله پخوا ته رسېږي، چې وزن يې ٣٠٠ ګرامه، اوږدوالى يې ٩ متره او پلنوالى يې ٤٠ سانتي متره دى، مواد يې ځانګړي کاغذ دى.
 
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغه کار د مشخصاتو وروستۍ نتيجه چې له مرکز څخه د متخصصو ټيمونو څيړنې ته سپارل شوې ده، اعلام کړه.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت له رامنځته کیدو وروسته دا دویم تاریخي او لرغوني اثار دي چې په بدخشان ولایت کې د قاچاقبرانو له خوا کشف او ترلاسه کیږي.
https://avapress.com/vdcdf50xoyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته