د امریکا د زلزله پېژندنې مرکز نن سهار ۵ بجې او ۱۹ دقیقې د افغانستان د کندهار او د پاکستان د بلوچستان ایالت د نوشکي په سیمه کې د ریښتر په کچه د ۵،۵ درجې زلزلې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی چې د ځمکې په لس کیلومترۍ ژورړالی کی رامنځته شوی وه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکز وایی، دغې زلزلې د افغانستان کندهار او د پاکستان د بلوچستان ایالت ځینې برخې ولړزولې. تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي تلفاتو جزیات نه دي معلوم. تر دې مخکې هم د افغانستان ځينې برخې زلزلې ولړزولې.