دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 287566
مجاهد په هلمند کې د ترافيکي پېښې په غبرګون کې:

موټر چلوونکي باید ترافیکي قوانینو ته توجه وکړي

موټر چلوونکي باید ترافیکي قوانینو ته توجه وکړي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د هرات - کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل، چې له امله یې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له موټر چلوونکو څخه وغوښتل، چې له احتیاط څخه کار واخلي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې چې په اکس پاڼه کې خپور شوی، د هرات - کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي. 

ښاغلي مجاهد له موټر چلوونکو وغوښتل چې له احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانین مراعات کړي.

له بلې خوا د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د يو پيغام په خپرولو سره د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د ترافيکي پيښې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندي کړي.

مولوي عبدالکبير ټينګار وکړ چې اړونده ادارې دې د ترافيکي پېښو د کمښت او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړي.

بلخوا د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په خلغر سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله ٢١ تنه مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه د یوه ټانکر، موټر سایکل او یو مسافر وړونکي بس ۵۸۰ ډوله تر منځ د ټکر په پایله کې رامنځ ته شوې ده.
https://avapress.com/vdcjmae8muqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته