افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون اعلان کړی چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د څه باندې ۷۰ سلنه رایو په شمیرلو سره، اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټاکنو په پایلو کې مخکښ دی.
نورو دریو کاندیدانو هر یو له پنځه سلنې څخه کمې رایې ترلاسه کړې.
ولادیمیر پوتین په خپله وینا کې چې د بریا له وینا سره ورته وه، د روسیې له ټولو خلکو مننه وکړه.
پوتین ټینګار وکړ چې موږ د روسیې د فدراسیون د خلکو ګډې ارادې ته وده ورکوو.
۴ کاندیدان به د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سیالي وکړي. د نوي خلکو ګوند ولادی داوانکوف، اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین، لیونید سلانسکي او د روسیې د کمونست ګوند نیکولای خریتونوف.