دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 285808
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د حماس د سیاسي دفتر له مشر سره وکتل
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالحیان نن دوشنبه د دلوې ۲۳ مه د قطر پلازمینې دوحې ته د خپل سفر په ترڅ کې د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل او دواړو لورو یې په دې اړه خبرې اترې وکړې او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړې توګه د فلسطین او غزې تړانګې د حالاتو په اړه یې د نظرونو تبادله وکړه. 
افغان غږ خبری آژانس: د ایراني رسنیو د راپور له مخې، حسین امیر عبداللهیان او اسماعیل هنیه د سیمې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړې توګه د فلسطین او غزې تړانګې پر حالاتو خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د حماس د دفتر د مشر ترمنځ د خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني، د قطر له لومړي وزیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د مختلفو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په تېره بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

باید وویل شي، چې امیر عبداللهیان د خپل سیمه ییز سفر په وروستي پړاو کې له قطري چارواکو سره د مشورې او خبرو په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
https://avapress.com/vdcgzn9x7ak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته