دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 284849
په هرات ولايت کې په دوو ترافيکي پېښو کې ١٣ تنه مړه او ټپيان شول
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې څلور تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د هرات امنیه قوماندانی وایی، چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکی پېښې له امله دوه تنه وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه پرون ماښام (پنجشنبه د دلوې ۵ مه) د ادرسکن په «سیداباد» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دغه قوماندان وويل چې په ټپيانو کې د يوه تن روغتيايي حالت نازک و او روغتون ته ليږدول شوى دى.

ويل کيږي چې دغه پيښه د يوه ټيلر ډوله موټر سره د يوه تېز سرعت موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

بل خوا د هرات – تورغونډۍ پر لويه لاره پرون په يوه بله ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او اووه نور ټپيان شول.

د دغو ترافيکي پېښو لامل نه دى روښانه شوى، خو د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالى او د ترافيکي نښو نشتوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcayynuo49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته