دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 283715
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۲۸۳۵ تنو ته ورسید
اکتوبر د اوومې نیټي راهیسې د شهیدانو شمېر ۲۲ زره ۸۳۵ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر هم ۵۸ زره ۴۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت نن اعلان وکړ، چې صهیونیسټي غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطیني ولس په خلاف ۱۲ سرغړونې او قتل عام کړي او په غزه کې یې ۱۱۳ تنه وژلي او ۲۵۰ تنه یې ټپیان کړي دي. .

همدې رسنیو خبر ورکړی، چې د«حمزه وائل الدحد» او مصطفی ثریا دوه تنه خبریالان چې موټر یې نن د صهیونیسټي نیواک له خوا په نښه شو، شهیدان شول.

د جګړې په لومړۍ میاشت کې وائل الددوح د خپل کور په بمبار کې خپله مېرمن، دوه ماشومان او لمسی له لاسه ورکړل.

د مصطفی ثریا او حمزه الداهود په شهادت سره د غزې په جګړه کې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۱۰۹ تنو ته ورسید.
https://avapress.com/vdcb8fb5srhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته