دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 283430
د خوړو نړیوال سازمان په کندز کې پر څه باندې دوه زره کورنیو خوراکي توکي وویشل
د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت اعلان کړی چې د خوراک نړیوال سازمان په کندز ولایت کې پر ۲۱۳۹ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د زمري ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کندز ولایت کې پر ۲۱۳۹ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د ویش لړۍ ترسره شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه خوراکي توکي د نړيوال خوراکي سازمان (WFP) په مالي مرسته او د دغه انستيتوت (ASIO) په تخنيکي همکارۍ د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې وېشل شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې ٥٠ کيلو اوړه، ٤،٥ کيلو غوړي، او ١،٥ کيلو د ماشومانو خوراکي توکي شامل دي.

د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي وو.
https://avapress.com/vdcfmmd0xw6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته