دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 282264
هرات کې ترافیکي پېښه لس تنو ته مرګ ژوبله اړولي ده
د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې د هرات- کندهار پر لویه لار د "شاه بید" په سیمه کې تېره شپه د یوې ترافیکي پېښې له امله لس تنه مړه او ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د پولیسو ویاند عبدالله انصاف وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې یو فیلډر ډوله موټر، چې له هرات څخه د ادرسکن ولسوالۍ پر لور روان و، د شاه بید په سیمه کې له سویفټ موټر سره ټکر شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، د دې ترافيکي پېښې له امله د دواړو موټرونو څلور سپرلۍ وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
 
ویل کیږي، چې هر کال په هرات ولایت کې د لویو مالي زیانونو تر څنګ د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمېر کسان مړه او یا ټپیان کېږي.
https://avapress.com/vdcjm8e8xuqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته