دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 281701
د تورخم لاره یو ځل بیا د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس قریشي بدلون د چهارشنبې په ورځ «قوس ۱۵» په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د تورخم دروازه د پاکستان له خوا د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
 
خو ښاغلي بدلون د دې لارې د تړل کېدو د لامل په اړه جزئیات ورنه کړل.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پاکستان د تورخم دروازه د ټرافيکو پرمخ تړلې وه، چې له امله يې د هېواد سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتى و.
https://avapress.com/vdce7z8wzjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته