دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 280266
د خوړو نړیوال پروګرام: په راتلونکي ژمي کې د مرستو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې دا پروګرام د ژمي تر رارسېدو مخکې اړمنو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ژمي له رارسیدو مخکې د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د بودیجې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
 
دا پروګرام وايي چې په سږني ژمي کې تر ټولو زیانمنونکو ته د مرستې رسولو لپاره 400 ملیون ډالرو ته اړتیا لري.
 
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې دې مرستې ته اړتیا ده مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي.
 
په افغانستان کې ژمي ته څو اونۍ پاتې دي. په ژمي کې د واورې او یخنۍ له امله د هېواد ځینو برخو ته لاسرسی ستونزمن دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په لوېديځ کې د زلزلې له امله زرګونه کورنۍ زيانمنې شوې او له پاکستان څخه په زوره راستنې شوې کورنۍ بې سرپناه دي.
 
ملګري ملتونه وايي، په هرات کې ډېری زلزله ځپلي اوس هم په خیمو کې ژوند کوي.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي وو چې په روان ژمي کې په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۹۳،۶ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې بودیجه ۲۶ سلنه ترلاسه شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان په پولو کې يو شمېر کورنۍ چې بېرته ستنېدو ته اړې شوې، اوس مهال په خېمو کې ژوند کوي.
https://avapress.com/vdcjmye8muqeo8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته