دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 279693
له پاکستان څخه راستانه شوي محصلین په پوهنتونونو کې جذبیږي
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې هیواد ته راستانه شوي افغان کډوال محصلین شاملیدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هېواد ته راستانه شوي افغان کډوال محصلین په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره جذبیږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه وزارت به د مهاجرینو ښوونکو ته د هغوی د اسنادو په پام کې نیولو سره د تدریس زمینه برابره کړي.
 
د پاکستان له خوا له افغانستان څخه د څه باندې ۱،۷ میلیونو «ناقانونه» مهاجرینو او پناه غوښتونکو د وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل پرون پای ته ورسید، خو د دغه هیواد چارواکو دغه ضرب الاجل د یوې بلې ورځې لپاره وغځاوه.
 
سره له دې، د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د توقیف او شړلو ګڼ شمیر راپورونه ورکړل شوي دي.
 
پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې پولیسو له کراچۍ، راولپنډۍ او یو شمېر نورو ښارونو څخه دغه پناه غوښتونکي نیولي او توقیف ځایونو ته یې لېږدولي، څو خپل هېواد ته ولېږدول شي.
 
https://avapress.com/vdcb99b5frhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته