دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 279602
ګاونډیان باید په ښه ګاونډیتوب سره د افغان کډوالو د ایستلو مخه ونیسي
اسلامي امارت یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه غوښتي، چې افغان کډوالو په زوره نه شړي او له افغانانو سره دې د اسلامي ورورولۍ په اساس چلند وکړي، ځکه افغان کډوال د ګاونډیو هېوادونو په بې ثباتۍ کې دخیل نه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یو ځل بیا له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوالو په زوره نه شړي او له افغانانو سره دې د اسلامي ورورولۍ په اساس چلند وکړي، ځکه افغان کډوال د ګاونډیو هېوادونو په بې ثباتۍ کې دخیل نه دي.
 
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي: افغان کډوال په هغو هیوادونو کې چې دوی اوسیږي امنیت ته کومه ستونزه نه جوړوي او نه هم د بې ثباتۍ لامل ګرځي.
 
اسلامي امارت له ټولو هیوادوالو په ځانګړې توګه له سوداګرو او سرمایه دارانو څخه غوښتنه کړې چې د کډوالو د ستونزو د هواري له کمیسیون سره په همغږۍ کې له راستنیدونکو کډوالو سره همکاري وکړي.
 
دغه راز اسلامي امارت په دې خبرپاڼه کې ډاډ ورکړی چې سرپرست حکومت به د کډوالو د راستنیدو په برخه کې له خپلو امکاناتو کار واخلي.
 
اسلامي امارت زیاته کړې، هغو هېوادوالو ته چې د سیاسي اندېښنو له امله له هېواده وتلي، ډاډ ورکوو چې بېرته به په خپل هېواد کې په ارامه ژوند وکړي.
 
https://avapress.com/vdcbg9b55rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته