دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 278657
بایډن د اسرایلو د جنایتونو د ملاتړ لپاره اشغال شوي فلسطین ته ننوتل
له صهیونیسټ رژیم د لویدیځ د ملاتړ په دوام کښې د امریکا ولسمشر جوبایډن الوتکه نیواکګر فلسطین ته داخله شوه .
افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې د راپور له مخې، د بایډن الوتکه د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر ته ننوتلې ده.
 
د صهیونیسټ رژیم په ملاتړ نیواکګرو سیمو ته د بایډن راتګ په داسې حال کښې دی چې د ځینو سرچینو په وینا د صهیونیسټ رژیم پوځ تیره شپه په غزې کښې د المعمدانی په روغتون بمباری وکړه چې له امله یې څه دپاسه زر(۱۰۰۰) کسان شهیدان او په سلګونو نور ژوبل شول .
 
د صهیونیسټي رژیم د صهیونیسټي شبکې «کان» پرون خبر ورکړ چې بایډن به د چهارشنبې په ورځ په اردن کښې په څلور اړخیزه غونډه کښې ګډون وکړي. په دې غونډه کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، د اردن پاچا عبدالله او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ګډون لري.
 
له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې اعلان کړی وو چې له صهیونیسټ رژیم سره د پیوستون د څرګندولو لپاره به تل ابیب ته لاړ شی.
 
https://avapress.com/vdcamanu049n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته