افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دې کتنه کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوه اړخیزو اړیکو، د دواړو لورو د پلاويو پر لا زیاتو ناستو او د بشري مرستو په اړه خبرې وشوې.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت یو هیئت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی په مشرۍ د مسکو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
د جمعې په ورځ (میزان ۷) د افغانستان په اړه د مسکو د ناستې نوی پړاو دا ځل د روسیې د کازان په ښار کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی په حضور کې پیل شو.
دا غونډه د افغانستان په اړه د روسیې، ایران، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو (قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) او په دې غونډه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي وو، خو د امریکا استازي نه وو بلل شوي.