کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو څیړل د دواړو هیوادونو د چارواکو د لیدنې تمرکز

8 میزان 1402 ساعت 14:01

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی د مسکو ناستې په څنډه کې د سعودي عربستان له سفیر شهزاده زاهد بن ترکي آل سعود سره د دوه اړخیزو اړیکو د بیا کتنې په اړه وکتل.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دې کتنه کې د افغانستان او سعودي عربستان پر دوه اړخیزو اړیکو، د دواړو لورو د پلاويو پر لا زیاتو ناستو او د بشري مرستو په اړه خبرې وشوې.
 
  د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت یو هیئت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی په مشرۍ د مسکو په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.
 
د جمعې په ورځ (میزان ۷) د افغانستان په اړه د مسکو د ناستې نوی پړاو دا ځل د روسیې د کازان په ښار کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی په حضور کې پیل شو.
 
دا غونډه د افغانستان په اړه د روسیې، ایران، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو (قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) او په دې غونډه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازي هم د څارونکو په توګه بلل شوي وو، خو د امریکا استازي نه وو بلل شوي.
 


د مطلب کود: 277426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277426/د-افغانستان-او-سعودي-عربستان-ترمنځ-دوه-اړخیزو-اړیکو-څیړل-دواړو-هیوادونو-چارواکو-لیدنې-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.com