دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 275899
له ترکیې سره د افغانستان سوداګري په کال کې ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي
په کابل کې د ترکیې سفیر د اسلامي امارت له اداري مرستیال سره په لیدنه کې وویل چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په کلني ډول ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي. هغه زیاته کړه چې ترکیه غواړي له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري پراخه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ترکیې جمهوریت له سفیر جهاد ارگینای سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د ترکیې سفیر وویل: له اسلامي امارت سره په تیرو دوه نیمو کلونو کې په کار کولو خوښ دی او تل د افغانانو هوساینه او خوښي زموږ لومړیتوب دی او په همدې موخه یې د اسلامي امارت سره همکاري کړې ده.
 
هغه په ​​افغانستان کې د ترکیې سفارت او قونسلګریو ته د امنیت د برابرولو له امله د اسلامي امارت مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکي کې به له افغانستان سره زموږ مرستې او همکارۍ زیاتې شي.
 
جهاد ارگینای وویل، د ترکیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې او اقتصادی اړیکې اوس په کلنی ډول ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی او هیله لری چې په راتلونکی کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته لوړه شی.
 
هغه يادونه وکړه، چې موږ تل ترکي سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي دي.
 
مولوي عبدالسلام حنفي وويل: د افغانستان او ترکيې د خلکو دوستي له پخوا څخه اوږده او نږدې ده او زموږ هېوادونه تل له يو بل سره ښې اړيکې لري.
 
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت غواړي له ترکیې سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، تعلیمي او تحصیلي برخو کې اړیکې پراخې کړي.
 
د وزارت اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او ویې ویل: هیله لرو چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د ترکي پانګوالو هرکلی کوي.
 
https://avapress.com/vdcf1td01w6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته