دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 274214
د کورنیو چارو وزارت د آوا خبریال ته په ځواب کې وویل:

افغانستان د سیمې هېوادونو ته ګواښ نه دی

افغانستان د سیمې هېوادونو ته ګواښ نه دی
د کورنیو چارو وزارت چارواکو په افغانستان کې د "ټي ټي پي" ډلې د غړو د شتون په اړه د یو شمېر پاکستاني چارواکو څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې د پاکستانیانو لپاره غوره ده، چې د اسلامي امارت او افغانستان پر ضد له مبهم څرګندونو ډډه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پاکستان کې د څو ترهګریزو بریدونو له رامنځته کېدو وروسته، د دغه هېواد د لومړی وزیر او بهرنیو چارو وزیر په ګډون یو شمېر پاکستانی چارواکو ویلی، چې دغه بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوی وو.
 
همدارنګه دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ویلي وو چې د "ټي ټي پي" ډلې غړي او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د ناټو له خوا په پاتې شویو وسلو سره د پاکستان د پوځ پر ضد فعالیت کوي.
 
بوټو دا خبرداری هم ورکړی، چې که اسلامي امارت دغه ډلې وځپي، نو پاکستان به اقدام وکړي او په افغانستان کې به پوځي عملیات پیل کړي.
 
د دغو څرګندونو په تعقیب؛ د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۱۲) د افغانستان غږ خبریال د "ولس ته د حکومت راپور ورکول" په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو غبرګون پوښتلی دی.
 
په ځواب کې مفتي عبدالمتين غني وويل چې د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ له مخې د افغانستان خاوره د ټولې سيمې او نړۍ لپاره په بشپړه توګه خوندي ده او زموږ له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد هېڅ ډول ترهګريز فعاليت نه کېږي.
 
هغه زیاته کړه: د افغانستان ګاونډیان باید د حقایقو پر بنسټ خبرې وکړي او د خپلو کمزوریو د له منځه وړلو لپاره پر خپلو ځواکونو تمرکز وکړي.
 
د قین د څرګندونو پر بنسټ؛ پاکستان د ترهګرۍ په مخنیوي کې د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو اچوي.
 
هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره په ټول هیواد کې په بې ساري ډول امنیت تامین شوی او د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې تروریستي پیښې کمې دي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مولوي عبدالله مختار معین تمني ویلي چې د سیمې اکثره هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه پېچلې څرګندونې کوي او غوره ده چې په خپلو څرګندونو کې حقیقت په پام کې ونیول شي.
 
مختار زیاته کړه چې اسلامي امارت له نړۍ او سیمې سره د اړیکو ټینګول غواړي او په بدل کې یې له دوی هم غوښتي چې د افغانستان پر ضد له مبهمو څرګندونو ډډه وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار د ملي امنیت د تامین، د ترهګرو ډلو د نه شتون او همدارنګه د نورو جنایتونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارولو خبرې کړې دي.
https://avapress.com/vdcfyjd0jw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته