دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 273852
د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو لوړپوړی چارواکی له بمي برید وروسته وژل شوی دی
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو یو جګپوړی افسر په یوه بمي برید کې ووژل شو.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیسو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت د جمرود په سیمه کې چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې پروت دی، یوه جومات ته څیرمه چاودنه شوې ده.
 
ویل کیږي چې په دغه چاودنه کې د جمرود سیمې یو لوړ پوړی پولیس افسر وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.
 
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
دا له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې په پاکستان کې دریم ځانمرګی برید دی.
 
په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ترهګرې پېښې ډېرې شوې دي. د تېر یو کال په ترڅ کې تحریک طالبان پاکستان په پېښور او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په نورو سیمو کې د ګڼو چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
 
https://avapress.com/vdccp1qii2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته