دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 273658
په میدان وردګ کې د سېلاب له امله ۲۲ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ورک دي
د میدان وردګ ولایت د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله ۲۲ تنه مړه او ۴۰ تنه نور ورک دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه سیلاب تېره شپه (شنبه، سرطان ۳۱) په جلریز، چک، سید آباد، قرق او جغتو ولسوالیو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
 
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، د کابل - باميان لويه لار او د ميدان وردګ په ولسواليو کې يو شمېر ترانسپورتي لارې هم تړل شوې دي.
 
د وردګ ولایت د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې په سلګونو د استوګنې کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړ شوې دي.
 
له بلې خوا د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته د رارسيدلو خبرونو له مخې، د کابل په ارغندي ولسوالۍ کې سيلابونو د ځاني زيانونو ترڅنګ زيات مالي زيانونه هم اړولي دي.
 
عيني شاهدان وايي، د سېلابونو له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى، چې د درېيو جسدونه موندل شوي او دوه نور لادرکه دي.
 
د يادونې وړ ده، چې دغو سېلابونو په څو ځايونو کې د عامه سړکونه په ويجاړونکي ډول ويجاړ کړي دي.
 
د تېرې شپې د اورښتونو او سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو عمومي احصایې تر اوسه نه دي خپاره شوي.
 
د یادولو وړ ده چې پرون د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې د اقلیم د بدلون له امله د اسد له لومړۍ نیټې څخه تر ۳ نیټې پورې د هیواد په ځینو سیمو کې د سیلابونو او د سیندونو د سطحې د لوړیدو احتمال شته.
 
https://avapress.com/vdcgnw9x7ak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته