دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 272838
د ميدان وردګ ولايت په دوو ولسواليو کې ٤٦ جريبه کوکنار له منځه يوړل شول
د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست چارواکو په نرخ او جلریز ولسوالیو کې ۴۶ جریبه ځمکه د کوکنارو او چرس له کښت څخه پاکه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ د سرطان په ۱۵ مه په یوه راپور کې وویل، چې دغه کروندې د میدان وردګ ولایت په نرخ او جلریز ولسوالیو کې وې، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو له لورې پاکې شوې.
 
په خبرپانه کې راغلي: د وردګ ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست د جلریز او نرخ په ولسوالیو کې ۴۶ جریبه ځمکه د کوکنارو او چرس له کښت څخه پاکه کړې ده.
 
په همدې حال کې برتانوي ورځپاڼې ټیلیګراف د یکشنبې په ورځ (سرطان ۱۱) په یوه راپور کې لیکلي چې اسلامي امارت «په بشري تاریخ کې د نشه یي توکو پر وړاندې تر ټولو بریالۍ مبارزه» عملي کړې ده. دې ورځپاڼې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د ۸۰ سلنه کموالي خبره کړې.
 
په داسي حال کې میدان وردګ کې د ۴۶ جریبه کوکنارو د اړولو خبر ورکړل شوی، چې تر دې وړاندې د الکسیس په نوم یوې برتانوي څېړنیزې ادارې د سپوږمکۍ د عکسونو پر بنسټ اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
 
د دې څیړنې له مخې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت په مخنیوي کې اسلامي امارت تر ۹۹ سلنه زیات بریالی شوی دی.
 
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان تر ۵۰ سلنې زیات تریاک په هلمند ولایت کې کرل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم ویلي وو، چې د اسلامي امارت د سیاستونو له امله د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی او دا راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان پخوا په نړۍ کې د نشه يي توکو يو له سترو توليدونکو هېوادونو څخه و. خو وروسته له هغه چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو او د سرپرست حکومت د مشر له خوا د نشه يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز ولګېد، د دغو نشه يي توکو تولید په افغانستان کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
 
https://avapress.com/vdcfm0d0cw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته