دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 271971
بلخاب کې اور لګېدنې ۸ دوکانونه سوځولي دي
د سرپل ځايي چارواکو او دولتي سرچینو د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ د شهرک دهنې په بازار کې د برېښنا د شارټي له امله د اور لګېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخاب د سرپل ولسوالۍ اوسیدونکی محمد حسن، افغان غږ خبری آژانس ته وویل: اورلګیدنه تېره شپه ۹ بجې د (جوزا ۲۸) د برښنا د شارټي له امله رامنځته شوې ده.
ی
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې د جامو دوکانونه، خوراکي توکي، موبايلونه او د سولر تختې سوځېدلي، چې خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
د بلخاب دغه اوسېدونکي زياته کړه، کله چې اورلګېدنه پيل شوه، د سيمې خلکو او امنيتي ځواکونو هڅه وکړه، چې اور کنټرول کړي، خو ونه توانېدل.
 
په همدې حال کې د سرپل د پولیسو ویاند دین محمد نظري له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې اورلګېدنه تایید کړه، خو ویې ویل چې تر اوسه د اوښتي زیان اندازه معلومه نه ده او سیمې ته یو پلاوی د څېړنو لپاره تللی دی.
 
https://avapress.com/vdccmsqis2bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته