کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلخاب کې اور لګېدنې ۸ دوکانونه سوځولي دي

29 جوزا 1402 ساعت 8:58

د سرپل ځايي چارواکو او دولتي سرچینو د دغه ولایت د بلخاب ولسوالۍ د شهرک دهنې په بازار کې د برېښنا د شارټي له امله د اور لګېدو خبر ورکړی دی.


آوا - مزارشریف: د بلخاب د سرپل ولسوالۍ اوسیدونکی محمد حسن، آوا ته وویل: اورلګیدنه تېره شپه ۹ بجې د (جوزا ۲۸) د برښنا د شارټي له امله رامنځته شوې ده.
ی
د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې د جامو دوکانونه، خوراکي توکي، موبايلونه او د سولر تختې سوځېدلي، چې خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
د بلخاب دغه اوسېدونکي زياته کړه، کله چې اورلګېدنه پيل شوه، د سيمې خلکو او امنيتي ځواکونو هڅه وکړه، چې اور کنټرول کړي، خو ونه توانېدل.
 
په همدې حال کې د سرپل د پولیسو ویاند دین محمد نظري له آوا سره په خبرو کې اورلګېدنه تایید کړه، خو ویې ویل چې تر اوسه د اوښتي زیان اندازه معلومه نه ده او سیمې ته یو پلاوی د څېړنو لپاره تللی دی.
 


د مطلب کود: 271971

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271971/بلخاب-کې-اور-لګېدنې-۸-دوکانونه-سوځولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com