دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 270054
د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
د پولیو واکسین کمپاین به نن (دوشنبه، ثور ۲۵) د افغانستان د ۲۳ ولایتونو په ۲۱۷ ولسوالیو کې پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه کمپاین به درې ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ۶،۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
 
سږ کال د هېواد په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
 
تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې وې. دا شمېره په افغانستان کې د پوليو تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دي.
 
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
 
په تېر کې د جګړې له امله په یو شمېر ولایتونو کې د واکسین کمپاین نه و پلی شوی.
 
https://avapress.com/vdcdkz0xoyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته