دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 269713
متقي: افغانستان د ایران د اوبو حق په رسمیت پېژني
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي دي چې افغانستان د هلمند سیند د اوبو حق د ایران په رسمیت پیژني او نه غواړي چې د ایران لپاره ستونزې جوړې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د یوې خبری غونډې په څنډه کې ایرنا خبری اژانس ته وویل چې اسلامی امارت د ایران اوبه په رسمیت پیژنی او هیڅکله نه غواړي چې د ایران لپاره ستونزې جوړې کړي.
 
ایرنا د اسلامی امارت د خارجه وزارت د سرپرست له قوله ولیکل: مونږ هیله لرو چې سږ کال به ډیر بارانونه ولرو او په دې برکت به د اوبو ذخیرې زیاتې شی او د دواړو هیوادونو (ایران او افغانستان) اړتیاوې به پوره کړی.
 
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ویلي و چې د خپل هېواد د اوبو له حقونو به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي او "د دې د تحقق لپاره ټول انتخابونه په اجنډا کې دي".
 
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند سیند د اوبو د شریکولو تړون لاسلیک کړ.
 
https://avapress.com/vdcdfn0xsyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته